د پخواني ولسمشر اشرف غني د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي ویلي، چې پاکستان په دې ورځو کې د سیمهییزو شخړو د کنټرول هڅې کوي، خو د دې هېواد منځګړیتوب او اعتبار لا هم د پوښتنې لاندې دی.
نوموړي زیاته کړې چې سره له دې چې پاکستان له سعودي عربستان سره ستراتیژیکې اړیکې لري، د ایران سره پر پوله د شمسي پوځي اډې د امریکا ته د سپارلو سابقه، له افغانستان او هندوستان سره کړکېچونه، او کورنۍ ستونزو د پاکستان د منځګړیتوب وړتیا اغېزمنه کړې ده.

