د طالبانو حکومت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت وایي چې د پاکستاني پوځ اړوند ملیشو یو ځل بیا د کونړ ولایت پر مرکز اسعداباد بریدونه کړي دي.
د فطرت په وینا، دغه برید نن مازیګر شاوخوا پنځه بجې د پاکستاني پوځ لخوا د کونړ اسعداباد پر اړوندو کلیوالو سیمو او د ولسي وګړو پر کورونو د هاوانونو او نورو درنو وسلو په کارولو ترسره شوی دی.
نوموړي زیاته کړې چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې برید کې یو ملکي وګړی وژل شوی او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
پاکستان نږدې هره ورځ د کونړ په مختلفو کلیوالو سیمو د ملکي خلکو کورونه هدف ګرځوي، او د مالي زیان سره سره، ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اړوي.

