پنجشنبه, مارچ 12, 2026
Homeکورپاڼهپه ټي ټي پي باندې مه خپل سړی اصلاح کوئ او مه...

په ټي ټي پي باندې مه خپل سړی اصلاح کوئ او مه سپی!

لیکوال: احمد شاه ساحل

په دې وروستیو کې د پښتونخوا یو شمېر ځوانان په غیر شعوري ډول له ټي ټي پي څخه دا غوښتنه کوي چې د ځینو نورو ځوانانو د ناسمو اعمالو مخه ونیسي یا یې اصلاح کړي. دا کار نهایت دردونکی او اندېښمنوونکی دی. ځکه له دې څخه دا څرګندیږي چې زموږ پښتانه لا هم د خپل دښمن د پېژندنې د شعور تر بشپړتیا نه دی رسېدلی. لا هم ډېر خلک د خپل اصلي دښمن شکلونه، نقشې او د استعمار بېلابېل مخونه نه پېژني.

دوی دومره ګنګس شوي دي چې اوس د مدنیت له ښکاره دښمنانو مدنیت غواړي، له شب‌ پرستو د ورځې هیله کوي، د تیارو له ملګرو د رڼا غوښتنه کوي، خپل بچیان بې‌ لارو ته د اصلاح په نوم سپاري. او د کوچنیو تېروتنو مرتکبین هغو کسانو ته سپاري چې خپله د ډېرو لویو او نه جبرانېدونکو جرمونو عاملین دي. دا واقعاً یو دردناک حالت دی.

باید وپوهېږئ چې ستاسې دا ډول غوښتني په حقیقت کې ټي ټي پي ته مشروعیت ورکول دي. په دې معنا چې تاسې هغوی د ټولنې د اصلاح کوونکو په توګه تعریفوئ، د هغوی واک او صلاحیت منئ او په غیر مستقیم ډول هغوی ته ښه راغلاست وایاست. او په دې هم وپوهیږئ، کله چې نن ترې د خپلو بچیانو د اصلاح غوښتنه کوئ، نو سبا به یې پر وړاندي د کورونو او حجرو دروازې هم نه شئ تړلی. هغوی به راځي، واک به اخلي، او هغه ټول پلانونه به عملي کوي چې له مخکې یې ستاسو لپاره چمتو کړي دي. هغه وخت که بیا هر څومره فریاد هم وکړئ، نه به یې هغوی اوري او نه به یې اورېدل منطقي وي.

منطقي به ځکه نه وي، چې داسي نه شي کېدلی چې نن به تاسې د خپلو غوښتنو مطابق کارونه پرې ترسره کوئ او په اصطلاح د خپلو بچیانو د تربیې لپاره به یې کاروئ، خو سبا به یې د واکمنانو په توګه نه منئ. کله چې یو ځواک ته مشروعیت ورکړل شي، بیا یې مخه نیول اسانه نه وي.

هو، دا سمه ده چې ډېری پښتانه به د دې ډول ستونزو د حل لپاره له پاکستاني ریاست څخه هیله نه لري یا به ترې ناهیلي شوي وي. خو دا په دې مانا هم نه ده چې انسان له بارانه د ناوې غېږي ته پناه یوسي. مطلب، دا او نورې ټولې ستونزې، ستاسې ستونزې دي، او تاسې به یې حل کوئ. ځکه خو منظور پښتین تراوسه پورې د خیبر جرګې نارې وهي. اصلاً تاسې باید له هر څه وړاندې پر هغو سیاسي مشرانو لعنت ووایاست او پر وړاندې یې ودریږئ چې د خیبر جرګې پريکړو د عملي کېدو مخه یې ونیوله؛ هغه پریکړې چې پښتنو ته یې د یو “سمبولیک سټېټ” جوړولو چانس ورکاوه، هغه پریکړې چې له مخې یې یو پراخ اجراییوي مرکز جوړېده، داسې مرکز چې د پښتنو د ستونزو د حل لپاره مشروع، ملي او سیاسي صلاحیت ولري.

تاسو باید هغوی وغندئ او پر وړاندې یې راپورته شئ، او پوښتنه ترې وکړئ چې ولې یې هغه لوی تاریخي فرصت د یو ساده او ملنګ انسان، منظور پښتین سره په بغض او عیناد کي ضایع کړ؟ ولې یې د پاکستان طرف ونیو او ولې یې پښتانه د خپلو ګډو پریکړو له عملي کېدو راوګرځول؟ ولې یې اجازه ورنه کړه چې د خیبر جرګې په نوم داسې یو ملي مرکز جوړ شي چې د پښتنو د ټولو سیاسي او ټولنیزو ستونزو د حل توان او صلاحیت ولري؟

که نن هغه مرکز موجود وای، نو نه یوازي دا ډول کوچنۍ ټولنیزې ستونزيګې به د همدې ملي چوکاټ له لارې حل کېدې، بلکې پښتون به د پاکستاني ریاست پر وړاندي په لومړي ځل په یوه منظم او سیال سیاسي پلټفارم کې راڅرګند شوی وای. په هغه صورت کې به ډېر امکان موجود و چې روانې ټولې سیاسي لوبې د پښتنو په ګټه اوښتي وای.

بناً ستاسې د بدې ورځې عاملین ستاسې بد مشران دي. له هغوی بیا وپوښتئ چې ولې یې دا هر څه یوازې په دې خاطر له منځه یووړل چې هسې نه د دې کار کریډیټ منظور پښتین، ته لاړ شي. وپوښتئ او تر ګرایونونو یې ونیسئ.

په افراطي ډلو باندي مه خپل سړی اصلاح کوئ او مه سپی!

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here