لیکوال: عاطف مشعل
اسرایلو په ډیر مهارت سره امریکا د غربي اسیا (منځني ختیځ) بحران ته ټیل وهله، اوس کوشش کوي چې د خلیج عربي هیوادونه هم دې خونړي جنګ کې ښکیل کړي. د خلیج عرب مشرانو ته پکار دی چې د اسرایلو دې دام کې ګیر نشي، دې جنګ کې داخلیدل ستراتیژیکه او نه جبرانیدونکې اشتباه ده.
اسرایلو لپاره ایران سره د جګړې اصلي اهداف تنها د هغوی د اتومي او نظامي تاسیساتو له منځه وړل او یا د نظام تغیرول ندي ، بلکه ددې عربي هیوادونو د سیاسی او امنیتي وضعیت بحراني کول او بیا ورکې نظامي مداخله کول دي. اسرایل پوهیږي چې د امریکا یوقطبي قدرت نور د زوال په حال کې دی او دوی به همدې فرصت نه استفاده وکړي او د امریکا نظامي توان به د لوی اسرایل د جوړولو لپاره وکاروي.
جګړه شاید د سیمې نورو برخو حتی جنوبي اسیا ته هم پراخه شي، او بې مخینې ورانونکي حالت ته ننوځي. ایران تر دې دمه د جګړې میدان کې برلاسی ښکاري او لیدل کیږي چې د اوږدې جګړې لپاره یې تابیا نیولې ده. چین، روسیه، شمالي کوریا او ځینې نور هیوادونه د ایران ماتې نشي تحمل کولای او تر خپله وسه به کوشش وکړي چې د ایران ترشا ودریږي.
امریکا په سخت امتحان کې ګیر ښکاري، یا خو به عملا خپله ماتې مني او جګړه به دروي چې دا رسما د نوي نړیوال سیاسي نظم د منلو په معنی دی او یا به بیا هم د اسرایلو تر تاثیر لاندې راځي او زور نه به کار اخلي.
په اوسني حالت کې دوهم انتخاب ډیر عملي ښکاري ځکه د امریکا متحده ایالاتو اوسنی مشرتابه د اسرایلو دام کې ګیر دی او فکر نه کیږي چې د امریکا د ګټو په اساس دې تصامیم ونیول شي. په دې صورت کې به ایران، سیمه او نړی په خپل ځوابي برید حیرانه کړي. ایران شاید داسې اسلحې نندارې ته کیږدي چې موجوده محاسبې غلطې وښیي. د هرې محاسباتي اشتباه نتیجه په غربي اسیا کې د ملحمة العظمی پیښیدل دي. د امریکا لپاره ددې جګړې ګټل اسان ندي، شاید له ټولې غربي اسیا وتلو ته مجبور شي.
پاکستان هم د امریکا په څیر د ګړنګ په غاړه ولاړ دی. دوی ډیر کوشش وکړ چې سیمه کې د امریکا-اسرایلو نوې پروژې عملي کړي—په افغانستان یرغل، بلوچستان کې امریکایي څارګرې اډې ته ځای ورکول او په پاکستان کې دننه د اسلامي فکر لارویانو خلاف عملیات، ټول ددې پروژې برخې دي. خو اوس ښکاري چې امریکا سره دریدل ورته له خپل ولس او ټولې سیمې سر د ټکر په معنی ثابت شو. لکه څنګه چې امریکا د ایران خلاف اقدام کې محاسباتي اشتباه سره مخ شوې، همداسې پاکستان د افغانستان خلاف اقداماتو کې محاسباتي اشتباه سره مخ شوی دی. که پاکستان هر څومره تاوتریخوالی زیاتوي همدومره دا بحران ورته اوږدیږي او جنوبي اسیا به د یوه اوږد جنګ میدان وګرځي چیرې به چې پاکستانی پوځي رژیم هم خپل ولس او هم د ټول ګاونډ سره په جنګ کې ښکیل وي. متعارف نظامي ځواک دداخلي جنګ ځواب نشي ویلی.
په داسې حال کې چې نړیوال نظم عملا د بدلیدو په درشل کې دی او لیبرال هیجوموني یا د غرب ابر قدرتي چې پاکستان یې تولید وو، د زوال په حال کې ده، پاکستانی رژیم نشي کولی خپلې ټولې غوښتنې په خپل ولس، ګاونډیو او سیمې تحمیل کړي. پاکستان باید حالاتو ته په لیدو خپلې پالیسۍ له سره و ارزوي کنه هره محاسباتي اشتباه شاید د دوی د توان نه په ډیر لوړ قیمت ورته تمامه شي.
رب دې پر افغان ولس او مسلمان امت ورحمیږي
یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

