چهارشنبه, مارچ 11, 2026
Homeکورپاڼهایران؛د علي خامنه‌يي له مړینې وروسته د لنډمهالې مشرتابه جوړښت اعلان کړ

ایران؛د علي خامنه‌يي له مړینې وروسته د لنډمهالې مشرتابه جوړښت اعلان کړ

د ایراني دولتي رسنیو د راپور له مخې، د علي خامنه‌يي له مړینې وروسته به د هېواد چارې د لنډمهالې مشرتابه له خوا په ګډه پر مخ وړل کېږي.

راپور کې ویل شوي چې لوړپوړي چارواکي محمد مخبر اعلان کړی چې د انتقالي پړاو مسوولیتونه به د دولت د مهمو څېرو له لوري په ګډه اداره کېږي، څو نوی مذهبي مشر په رسمي ډول وټاکل شي.

د لنډمهالې مشرتابه په ډله کې به د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، د قضائیه قوې مشر غلامحسین محسني اژه‌اي، او د نګهبان شورا یو لوړپوړی فقیه شامل وي.

ویل کېږي چې دغه ډله به تر هغې د هېواد چارې پر مخ وړي، څو نوی رهبر په رسمي توګه وټاکل شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here