ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د مذهبي مشر علي خامنهيي له مړینې وروسته په ایران کې ۴۰ ورځې ملي ماتم او اووه ورځې عمومي رخصتي اعلان شوې ده.
د راپورونو له مخې، د یکشنبې په سهار د ایران حکومت په رسمي ډول ومنله چې پر دغه هېواد د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې خامنهيي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ایراني چارواکو ویلي چې په هېواد کې به د ملي ماتم مراسم ترسره شي او د حکومتي ادارو ډېری چارې به د ټاکلې مودې لپاره ځنډول کېږي.
تر دې وړاندې د خامنهيي د وضعیت په اړه ضد او نقیض راپورونه خپرېدل، خو دولتي رسنیو د حکومت له قوله د هغه مړینه تایید کړې ده.

