د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي هغه راپورونه رد کړي چې پکې ادعا شوې وه د ایران مذهبي مشر علي خامنهاي وژل شوی دی.
بقایې ویلي چې د خامنهاي د مرګ اړوند خپاره شوي خبرونه بېاساسه دي او دا ډول ادعاوې ناسم معلومات دي.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې پر ایران یې بریدونه هدفمند وو او په پایله کې یې خامنهیي ژوند له لاسه ورکړ.
تر دې وړاندې د ایران چارواکو ټینګار کړی و چې خامنهیي ژوندی دی.
د موضوع په تړاو لا هم ضد او نقیض راپورونه خپرېږي، خو تهران په رسمي توګه د هغه د وژل کېدو خبر رد کړی دی.

