د مسلمانو علماوو د نړیوالې ټولنې مشر علي محيالدین قرهداغي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان تاوتریخوالي په اړه اندېښنه ښودلې او پر دواړو هېوادونو یې غږ کړی چې جګړه او وینې تویول سملاسي ودروي.
قرهداغي په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې روژه د قرآن، رحمت او بښنې میاشت ده او په داسې مقدسه دوره کې د جګړې دوام د اندېښنې وړ دی.
د هغه په وینا، د افغانانو او پاکستانیانو ترمنځ دین، قبله، تاریخ او ګڼ ګډ ارزښتونه شته او ترمنځ یې وینه تویول د دواړو ملتونو په زیان تمامېږي.
نوموړي له ښکېلو لورو غوښتي چې د پوځي تقابل پر ځای د خبرو اترو او تفاهم لاره خپله کړي او د لا زیات تاوتریخوالي مخه ونیسي.

