ځایي سرچینې وایي چې د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې د چاودنې غږ اورېدل شوی دی.
د اوسېدونکو په وینا، د چاودنې هدف پاکستاني ځواکونه وو، خو د پېښې د څرنګوالي او احتمالي تلفاتو په اړه لا نور جزییات نه دي خپاره شوي.
بل لور ته، د خېبر ولسوالۍ د قمبرخېل په سیمه کې پر یوه نظامي مرکز جګړه روانه ده.
پاکستاني خبریالانو د سختو نښتو خبر ورکړی، خو تر اوسه د مرګژوبلې په اړه کره او بشپړ معلومات نه دي ترلاسه شوي.

