د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان سره په ټیلیفوني اړیکه کې د سیمې پر وروستیو حالاتو، په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تېرې شپې پر نښتو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، متقي ویلي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو وروستي اقدامات د ملي حاکمیت، هوايي حریم او ارضي تمامیت د ساتنې لپاره ترسره شوي او ټاکل شوي اهداف پکې ترلاسه شوي دي.
هغه ټینګار کړی چې «اسلامي امارت» له پیل څخه د تاوتریخوالي پلوی نه دی او تل یې د ستونزو حل د تفاهم او متقابل درناوي پر بنسټ غوره بللی؛ خو زیاته کړې یې ده چې دا بهیر هغه مهال اغېزمن تمامېږي چې مقابل لوری هم د حل لپاره رښتینی او عملي هوډ وښيي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د سولې غوښتونکي دریځ هرکلی کړی او ویلي یې دي چې له اړوندو هېوادونو سره په تماس کې دی، څو د وضعیت د ارامولو او د کړکېچ د کمولو لپاره همغږي هڅې ترسره شي.
دواړو لورو د اړیکو او سلا مشورو پر دوام هم ټینګار کړی دی.

