د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ په خپله اېکس پاڼه کې په درېیو سیمو کې د ډرون فعالیت تایید کړی دی.
نوموړي ویلي چې «فتنه الخوارج» د ایبټاباد، سوابۍ او نوښار په سیمو کې د کوچنیو بېپیلوټه الوتکو د کارولو هڅه کړې، خو د ډرون ضد سیستمونو ټولې الوتکې راغورځولې دي.
د هغه په وینا، په دې پېښه کې د سر زیان نه دی اوښتی او مرګژوبله نه ده رامنځته شوې.

