د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له افغانستان او پاکستان غوښتي چې خپلمنځي اختلافات د ښه ګاونډیتوب په چوکاټ کې او د خبرو اترو له لارې مدیریت او حلوفصل کړي.
عراقچي په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې تهران د دواړو هېوادونو ترمنځ د تفاهم او همکارۍ د پیاوړتیا او د خبرو د اسانتیا لپاره هر ډول مرستې ته چمتو دی.
نوموړي ټینګار کړی چې سیمهییز ثبات د ټولو هېوادونو په ګټه دی او شخړې باید د ډیپلوماټیکو لارو هوارې شي.

