جمعه, فبروري 27, 2026
Homeافغانستانفضل‌الهادي مسلمیار:«تر هر څه لمړی افغانستان، سره یو شئ، وخت د ننګ...

فضل‌الهادي مسلمیار:«تر هر څه لمړی افغانستان، سره یو شئ، وخت د ننګ دی.»

د مشرانو جرګې پخواني رییس فضل‌الهادي مسلمیار ویلي، د پاکستان پوځي رژیم نن یو ځل بیا پر کابل، کندهار او پکتیا ولایتونو هوایي بریدونه کړي دي.

مسلمیار د دغه برید په سختو ټکو غندنه کړې او پر نړیواله ټولنه او د ملګرو ملتونو امنیت شورا یې غږ کړی چې د یاد هېواد له لوري د خپلسرو او وحشیانه بریدونو په اړه جدي پوښتنې وکړي.

نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی، هېڅوک یې په کورنیو چارو کې د لاسوهنې حق نه لري، او ملي حاکمیت یې نه شي ګواښلی.

مسلمیار ویلي، «تر هر څه لمړی افغانستان، سره یو شئ، وخت د ننګ دی.»

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here