د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان تاوتریخوالی باید د ډیپلوماټیکو لارو حل شي او داسې هوکړه وشي چې د دواړو هېوادونو خاوره د یوه او بل پر ضد ونه کارول شي.
نوموړي د طالبانو حکومت او د پاکستان د پوځ ترمنځ وروستیو نښتو ته په اشارې ویلي، دا وضعیت باید ودرول شي، ځکه د هغه په وینا دواړو لورو ته بېګناه ملکي وګړي زیان ویني.
خلیلزاد وړاندیز کړی چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ هره احتمالي هوکړه دې د یوه درېیمګړي هېواد له لوري وڅارل شي، او د بېلګې په توګه یې د ترکیه نوم یاد کړی دی.

