د طالبانو حکومت یو لوړپوړي استخباراتي چارواکي جابر نعماني ویلي چې د ننګرهار ولایت د دوربابا ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د طالبانو ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ جګړه پیل شوې او په وینا یې افغان لوری ښې لاس ته راوړنې لري.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د علیشیرو ولسوالۍ اړوند ببرک تاڼې، نیازکي او خاني سیمو او همدارنګه د خوست ولایت د ځاځي میدان په ځینو ساحو کې هم نښتې شوې دي.
هغه ویلي چې پاکستاني لوري ته درانه تلفات اوښتي دي.
نعماني زیاته کړې چې د دوربابا ولسوالۍ د ماشینناو په سیمه کې د خار غلي په نوم یوه پوسته د طالبانو لاس ته ورغلې ده او جګړه په ځینو نورو سرحدي برخو کې هم دوام لري.

