ایراني چارواکي وایي، روان لمریز کال کې له ایران څخه افغانستان ته د اورګاډي له لارې د توکو لېږد د تېرې مودې په پرتله ۱۷ برابره زیات شوی دی.
د ایران دولتي رسنیو ته د ایران د رېل پټلۍ ادارې د بهرنۍ سوداګرۍ عمومي رییس، شهریار نقیزاده ویلي چې د روان کال د وري له لومړۍ تر د سلواغې تر پایه شاوخوا ۶۵۰ زره مټریک ټنه توکي د رېل له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.
د هغه په وینا، له دې ټولې اندازې څخه لږ تر لږه ۱۵۰ زره ټنه ترانزیټي توکي وو، یعنې دا مالونه په نورو هېوادونو کې بار شوي او د ایران له لارې افغانستان ته رسېدلي دي.
نقیزاده زیاته کړې چې ایران پلان لري د ۱۴۰۵ لمریز کال پر مهال د شمتېغ له سرحدي لارې دوه میلیونه ټنه بار ولېږدوي او ټینګار یې کړی چې د اوسني ودې له مخې دا هدف د ترلاسه کېدو وړ دی.

