د خیبر پښتونخوا ایالت په ټانک ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې د وسلهوالو له لوري د کواډکوپټر ډرون په وسیله برید شوی دی.
د پولیسو په وینا، برید د سهار وختي ترسره شوی او ډرون دوه هاوان مرمۍ غورځولې دي.
په پېښه کې یو سرتېری ټپي شوی و، خو وروسته یې د ټپونو له امله ساه ورکړه.
چارواکي وایي چې د برید کوونکو د پېژندنې او نیولو لپاره پلټنې روانې دي.

