د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویلي چې د دوی محتسبانو په تېره یوه اونۍ کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۶ کسان د کوډګرۍ په تور نیولي دي.
د خبرپاڼې له مخې، یاد کسان په پروان، بامیان، کندهار، بدخشان، جوزجان، غور او سرپل ولایتونو کې نیول شوي او عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
وزارت همداراز ویلي چې په همدې موده کې یې د ښځو د حقونو اړوند ۹۶ قضیې حل کړې او له سوداګرو سره یې د بیو د کنټرول او د احتکار د مخنیوي په تړاو ۲۱۲ اصلاحي ناستې ترسره کړې دي.

