پنجشنبه, فبروري 26, 2026
Homeکورپاڼهمسعود پزشکیان:له امریکا سره د خبرو درېیم پړاو کې د ښې پایلې...

مسعود پزشکیان:له امریکا سره د خبرو درېیم پړاو کې د ښې پایلې هیله لرو

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د اټومي پروګرام په اړه د امریکا سره د خبرو درېیم پړاو ته په اشارې ویلي چې هېواد یې د ښې پایلې چانس ویني.

ټاکل شوې د امریکا استازی سټیو وېټکاف او جېرډ کوشنر د پنجشنبې په ورځ په ژنیو کې د ایراني پلاوي له مشر عباس عراقچي سره وګوري.

دواړو هېوادونو د روانې میاشتې په پیل کې د اوږدمهال لانجمن اټومي پروګرام په اړه خبرې بیا پيل کړې دي.

امریکا او اسرائیل باور لري چې ایران د اټومي وسلې جوړولو هڅه کوي، خو تهران ټینګار کوي چې پروګرام یې سوله‌ییز دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here