د امریکا د خزانې وزارت د چهارشنبې په ورځ اعلان کړی چې له ایران سره پر تړلو اشخاصو او بنسټونو یې نوي بندیزونه لګولي دي.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دغو بندیزونو کې څلور کسان، څو ادارې او د تېلو یو شمېر ټانکر بېړۍ شاملې دي چې ادعا کېږي د ایران له انرژۍ سکتور او مالي شبکو سره تړاو لري.
امریکايي چارواکي وايي، دا اقدامات د هغو فعالیتونو د مخنیوي لپاره دي چې د واشنګټن په وینا د بندیزونو له چوکاټه د تېښتې هڅه کوي.
د امریکا حکومت تر دې وړاندې هم د ایران د نفتو پر صادراتو، بانکدارۍ او اړوندو اشخاصو پراخ اقتصادي بندیزونه لګولي وو.
واشنګټن ټینګار کوي چې دغه فشارونه د ایران د سیمهییزو فعالیتونو او د توغندیز پروګرام د مهارولو لپاره دي.

