د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري په روان مالي کال کې د پام وړ کمه شوې، او افغانستان ته د پاکستان صادرات د تېر کال د همدې مودې پرتله تر نیمايي ډېر راټیټ شوي دي.
د پاکستان دولتي بانک د رسمي شمېرو له مخې، د جولای څخه تر جنورۍ پورې افغانستان ته د پاکستان د صادراتو عواید له څه باندې ۵۵۰ میلیونه ډالرو څخه شاوخوا ۲۳۰ میلیونه ډالرو ته راکم شوي دي.
راپورونه ښيي چې دغه چټک کمښت تر ډېره د اکتوبر له پیله د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوهاړخیزې سوداګرۍ د ځنډېدو له امله رامنځته شوی، چې رسمي سرحدي راکړه ورکړه یې سخته محدوده کړې او د پاکستان پر سیمهییزو صادراتو یې منفي اغېز کړی دی.
بلخوا، له افغانستان څخه پاکستان ته واردات هم د پام وړ کم شوي دي.
د معلوماتو له مخې، د وارداتو ارزښت له تېر کال د څه باندې ۱۵ میلیونه ډالرو څخه سږ کال څه باندې ۶ میلیونه ډالرو ته راټیټ شوی، چې دا د دوهاړخیزې سوداګرۍ د عمومي کمښت څرګندونه کوي.
دغه شمېرې ښيي چې د سوداګرۍ پرلهپسې خنډونه او سیاسي ترینګلتیاوې د دواړو هېوادونو پر اقتصادي اړیکو ژور اغېز کړی او سوداګریزې تبادلې یې کمزورې کړې دي.

