د پاکستان د پوځ پخواني غړي او ژورنالیست عادل راجا په یوه تحلیلي لیکنه کې ویلي، شاوخوا ۷۲ ساعته وروسته هم اسلاماباد د افغانستان په خاوره کې د ترسره شویو هوايي بریدونو په تړاو د ادعا شویو «ترهګریزو هدفونو» د له منځه وړلو په اړه باور وړ اسناد نه دي خپاره کړي.
نوموړي زیاته کړې چې برعکس، د ملګري ملتونه او بښنې نړۍوال سازمان په ګډون ځینو نړۍوالو سرچینو د شاوخوا ۲۰ ملکي وګړو د وژل کېدو راپور ورکړی دی.
راجا په خپل تحلیل کې ویلي، واشنګټن او اسلاماباد ادعا کوي چې داعش خراسان او تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې اډې لري، خو د ده په وینا، په دې اړه ښکاره او مستند شواهد محدود دي.
هغه همداراز یادونه کړې چې د داعش ځینې لوړپوړي غړي په خپله د پاکستان دننه نیول شوي یا وژل شوي دي.
د ټيټيپي د مشر نور ولي محسود په اړه هم، د هغه په خبره، د پاکستان پخوانۍ ادعاوې له حقیقت سره سمون نه درلود.
عادل راجا ټینګار کړی چې د ترهګرۍ پر ضد هر ډول پوځي اقدام باید له شفافیت او مستندو شواهدو سره مل وي، ځکه متضاد روایتونه او بېباوري کولی شي د سیمې بېثباتي لا زیاته کړي.

