د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، د ننګرهار ولایت په بېلابېلو سیمو کې د نشهيي توکو پر ضد د پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې لسګونه زره نشهيي توکي کشف او ضبط شوي دي.
د معلوماتو له مخې، دغه عملیات د جلالآباد ښار او د هسکې مېنې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شوي، چې پر مهال یې ۲۵ تنه د نشهيي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیول شوي دي.
وزارت ویلي، له نیول شویو کسانو څخه شاوخوا ۶۲ زره نشهيي ګولۍ او نږدې ۵۲ کیلوګرامه شیشه ترلاسه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، نیول شوي کسان تر لومړنیو څېړنو لاندې دي او د دوسیو له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

