د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې روزمېري ډیکارلو سره ټلیفوني خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، متقي د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو ته په اشارې ویلي چې پکې ملکي وګړي زیانمن شوي او د وسلوالو ډلو د شتون ادعاوې یې رد کړې دي.
هغه ټینګار کړی چې هر لوری کولای شي د پېښې سیمې ته ولاړ شي او وضعیت له نږدې وڅېړي.
ډيکارلو د ملکي تلفاتو په تړاو خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي چې موضوع به له غړو هېوادونو سره شریکه کړي.
دواړو خواوو د دوحې د غونډو او اړوندو کاري ډلو په اړه هم بحث کړی دی.

