سه شنبه, فبروري 24, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت د کارنونو او پټرولیم وزارت:د ټاپي پروژې ۹۷ کیلومتره...

د طالبانو حکومت د کارنونو او پټرولیم وزارت:د ټاپي پروژې ۹۷ کیلومتره لاره اواره شوې او ژر به د پایپونو غځول پیل شي

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وایي، د ټاپي پروژې چارې په منظم ډول روانې دي او تر اوسه ۹۷ کیلومتره مسیر اوار شوی دی.

د نوموړي په وینا، د نل لیکې نوې پایپونه سیمې ته رسېدلي او ډېر ژر به د غځولو عملي کار پيل شي، چې هره ورځ به شاوخوا ۵۰۰ متره نل لیکه وغځول شي.

هغه زیاته کړه، ټاکل شوې د هرات ۱۵۳ کیلومتره مسیر د ۲۰۲۶ کال تر پایه بشپړ او د استفادې لپاره چمتو شي.

چارواکي ټینګار کوي چې دا پروژه د دوی له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here