د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د روسیې هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې په افغانستان کې د نړیوالو ترهګرو ډلو زرګونه جنګیالي حضور لري، او ویلي یې دي چې دا معلومات ناسم او له واقعیتونو لرې دي.
مجاهد ویلي، افغانستان دا مهال د واحد حاکمیت تر ولکې لاندې دی او هېڅ بهرنۍ وسلهواله ډله پکې فعالیت نه شي کولای.
هغه دا ډول څرګندونې د پخواني حکومت له دورې سره تړلې بللې او ویلي یې دي چې ورته ادعاوې د «امریکايي اشغال» پر مهال هم کېدې.
نوموړي له مسکو وغوښتل چې د افغانستان په اړه خپل راپورونه د عیني واقعیتونو پر بنسټ تازه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مخکې ادعا کړې وه، په افغانستان کې د نړیوالو ترهګرو ډلو د جنګیالیو شمېر له ۲۰ تر ۲۳ زرو پورې رسېږي او نیمايي یې بهرني اتباع دي.

