د خیبرپښتونخوا ایالت، کراک ولسوالۍ کې د امنیتي پوستې تر برید وروسته، هغه امبولانسونه چې ټپي پوځیان یې روغتون ته انتقالول، د نامعلومو وسلهوالو له کمین سره مخ شوي دي.
د ژغورنې ادارې “Rescue 1122” یوه چارواکي رسنیو ته ویلي، دوه امبولانسونه درول شوي او سوځول شوي دي.
د هغه په وینا، د ژغورنې ځینې کارکوونکي په تېښته بریالي شوي، خو لا هم ورسره اړیکه نه ده ټینګه شوې او د ټپیانو برخلیک نامعلوم دی.
راپورونه وایي، وسلهوالو لومړی په سیمه کې پر یوه امنیتي پوسته د کواډکوپټر ډرون برید کړی و چې له امله یې درې امنیتي سرتېري وژل شوي او دوه د ژغورنې کارکوونکي ټپیان شوي دي.
وروسته هغه امبولانس چې ټپیان یې انتقالول، هم سوځول شوي دي.

