نیویارک ټایمز وایي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو سلاکارانو ته ویلي، که له ایران سره راتلونکې خبرې یا یو محدود لومړنی برید ونه شي کولای تهران د واشنګټن غوښتنو منلو ته اړ کړي، نو په راتلونکو میاشتو کې به د پراخ پوځي اقدام او حتی د ایران د رهبرۍ د بدلون سناریو هم و ارزوي.
د راپور پر بنسټ، ټاکل شوې د امریکا او ایران د مذاکره کوونکو پلاوي د پنجشنبې په ورځ په ژنو کې سره وویني؛ هغه ناسته چې د پوځي شخړې د مخنیوي لپاره وروستۍ موقع بلل شوې ده.
هممهاله ټرمپ د خبرو د احتمالي ناکامۍ په صورت کې بېلابېل سناریوګانې ارزوي.
د هغه سلاکارانو ویلي، ټرمپ په نږدې ورځو کې د هدفمند برید ترسره کولو ته لېوالتیا ښودلې، څو د ایران مشرانو ته دا پیغام ورسوي چې باید د اټومي وسلې د جوړولو له وړتیا تېر شي، خو تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
په احتمالي اهدافو کې د سپاه پاسداران مرکزي قومندانۍ، اټومي تاسیسات او د بالستیک توغندیو پروګرام یاد شوي دي.
راپور زیاتوي چې ټرمپ د روان کال دننه د داسې پراخ برید امکان هم رد کړی نه دی چې هدف یې د ایران د ستر مشر علي خامنهای لرې کول وي.

