د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پښتین د رمضان په مبارکه میاشت کې د پاکستاني پوځ وروستي عملیات او بریدونه غندلي او هغه یې د «پنجاب استعماري پالیسیو» دوام بللی.
پښتین ویلي، چې پاکستاني پوځ په تیراه کې پنځه بېګناه پښتانه وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.
د هغه په وینا، د دې پېښې پر ضد د احتجاج پر مهال هم پر لاریون کوونکو برید شوی او یو شمېر کسان ټپیان شوي دي.
نوموړي همداراز ادعا کړې چې پاکستاني ځواکونو د شپې د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې ۱۷ ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو، وژلي دي.
هغه دا پېښې د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه او ترهګریز عمل بللی دی.
پښتین زیاته کړې، چې په شمالي او جنوبي وزیرستان، لکي مروت، باجوړ او نورو پښتني سیمو کې هم په وروستیو نښتو کې ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
هغه ټینګار کړی چې د پښتنو پر ضد روان تاوتریخوالی د استعماري سیاستونو دوام دی او ویلي یې دي چې غورځنګ به یې په هر ډول شرایطو کې د دې ظلمونو پر ضد غږ پورته کوي او د خپل ولس ترڅنګ به ولاړ وي.

