لیکوال: احمد شاه ساحل
ویل یې درې چارې، د دریو چارو لپاره ترسره کوم او په ډېره بېړه پر همدې هڅو بوخت یم. لومړی، د پي ټي ایم د غړو لپاره د ځای برابرول؛ دوهم، مالي امکانات؛ او دریم، د هغوی سیاسي روزنه.
ویل یې، همدا درې چارې دي چې موږ خپلو نورو دریو اساسي چارو ته رسوي. (وايي داسې یو ځای ته اړتیا ده چې د دوی لاس ورته ونه رسېږي؛ هدف یې پاکستان و. او موږ وتوانېږو هلته په ډاډه توګه ځوانان راوبولو. وايي، د دې لپاره مالي امکاناتو ته هم اړتیا ده، او کله چې دا دوه چارې، ان په نسبي ډول هم ترسره شي، دریم کار به مو دا وي چې د سیاسي شعور پر بنسټ ځوانانو ته لازم پوهاوی ورکړو، تر څو هغوی په اساسي ډول د هر ډول مخته تګ لپاره چمتو شي.) منظور پښتین د سیاسي شعور په اړه متفاوت نظر لري، چې وروسته تشریح شوی.
بیا یې ویل، کله چې دا درې چارې ترسره شي، زموږ درې نورې چارې چې لار، تګلاره او منزل دي، پیلېږي.(وايي، د پښتنو د ښه ژوند غوښتنه هر څوک کوي، خو د هغې څرنګوالی، د رسېدو لار او اصول تر اوسه هېچا نه دي وړاندي کړي. وايي، د پښتنو له ښه ژونده زموږ (پي ټي ایم) هدف ازادي ده؛ بناً، زموږ منزل به ازادي وي. خو تر دې وروسته هم د ازادۍ مفهوم روښانه نه دی. مثلاً، څنګه ازادي؟ هدف به څه وي؟ له ”افغانستان“ سره یووالی که بل څه؟ د منزل له معلومولو وروسته موږ لارې ته اړتیا لرو. ایا وسلواله که سیاسي مبارزه؟ موږ د فعلاً لپاره هېڅ یوه رد کولی نه شو. خو کله چې یو ځوان د سیاسي شعور له روزنیزي لنډ مهاله پروسې راوځي، هغه ته بیا اسانه ده چې کومه یوه انتخاب کړي. وايي، د منزل او لارې له ټاکلو وروسته تګلاره راځي، چې هغه به منزل ته د رسېدو او پر ټاکل شوې لار د تګ لپاره اصول او سرې کرښې وړاندې کوي. وايي، ایا دومره ډېر خلک کولی شي یو ځای، د یو بل تر څنګ مخته ولاړ شي؟ کوم اصول به ورته ټاکو؟ کوم تبلیغات به ورته کوو؟ او کوم تعلیمات به ورکوو؟)
بیا یې د پوښتني په ډول وویل، تر هغه چې ما یو تربیتي نظام نه وي رامنځته کړی او خپل ملګري مې نه وي یوځای کړي، ایا زه د دې جوګه یم چې د منزل او لارې اعلان وکړم؟
ویل یې، ”او که چېرې دا درې چارې موږ اعلان نه کړو، زموږ د مبارزې پایله به هماغه د پخوانیو اشخاصو د مبارزې په څېر وي.“
ویل یې، د فعلاً لپاره زموږ اساسي هڅې د همدې دریو چارو لپاره دي. (بیا یې په ډاډه زړه وویل، کله چې ما پښتانه تر لارې او تګلارې ورسول، تر منزله به خپله رسېږي. ویل یې، پښتون لوی قام دی؛ که تر منزله یې زه ونه رسوم، نور به راپیدا شي او هدف به ترلاسه کړي.)
ویل یې د پښتونخوا د خپلواکۍ په اړه نه د کابل ”پاچاهانو“ او نه هم د لر پښتنو مشرانو تراوسه روښانه او صریحه خبره کړې ده. (دلته د منظور پښتین خبره پر دې بنسټ هم سمه ده چې د کابل له واکمنانو څخه هېڅ یوه هم په اعلان او وضاحت سره د پښتونخوا په اړه خپل دریځ نه دی بیان کړی. بس هر یوه دا ویلي دي چې دا پرېکړه به ولس کوي، خو د خپل وخت د یو مسوول په توګه یې هغه مسوولیت نه دی ادا کړی چې د دې پرېکړې د کولو لپاره یوه ملي او ټولشموله پروسه رامنځته کړي، تر څو ولس وکولای شي له هغې لارې خپله پرېکړه وکړي.)
ویل یې، پښتانه لا هم له هغه سیاسي شعور څخه بې برخې دي، چې پر بنسټ یې د پښتونخوا برخلیک ټاکل کېدای شي. (د منظور موخه دا ده چې سیاسي شعور یوازې علم لرل نه دي، یوازې د پاکستان سره دښمني او د پوځ پر وړاندې درېدل نه دي، او نه هم یوازې د خاورې سره مینه ده. دی وايي، سیاسي شعور صرف او صرف له دریو موضوعاتو جوړ دی. لومړی دا چې منزل درته معلوم وي، دوهم دا چې هغه ته د رسېدو لاره وپېژنې، او دریم دا چې پر هغې لارې د سفر طریقه درته روښانه وي. وايي که کوم کس په دې دریو موضوعاتو وپوهېدی، دا په دې مانا ده چې دا کس سیاسي شعور لري.)
ویل یې دا واقعیت، چې د ولس یوه برخه له خپل تاریخ او هویت څخه ناخبره ده او ځیني خلک ورته د ”ګلخانانو“ اصطلاح کاروي، اصلاً یې مسوولیت د پښتون قام پر مشرتابه ورګرځي. ځکه هغوی په خپل وخت کې دا خلک د سیاسي شعور په بشپړه مانا نه دي پوهولي. (دلته د منظور هدف دا دی چي که یو څوک سیاست او یا پارلمان مني، دا په دې مانا نه ده چې هغه سیاسي شعور هم لري. یعنې یوازې په سیاست کې ګډون کول د سیاسي شعور معنا نه لري، بلکې د اصلي موخې ټاکل او د هغې پر لور منظم، دوامدار او باثباته سفر سیاسي شعور بلل کېږي. دلته د منظور هدف دا دی چې د پښتونخوا اوسنی حالت باید له نورمالو ټولنو سره پرتله نه شي. کېدای شي په عادي نړۍ کې سیاسي شعور دا وګڼل شي چې څوک په ټاکنو کې برخه واخلي، سیاسي واک ترلاسه کړي او له هغې لارې عادي خدمت وکړي؛ خو د پښتونخوا مسله له دې بېله او حتا برعکس ده. دلته که څوک په ټاکنو کې برخه واخلي او د هماغه جوړ شوي سیستم له لارې واک ترلاسه کړي، ډېر امکان لري چې د خپل ولس پر وړاندې بې تفاوته شي او سیاسي شعور له لاسه ورکړي. ځکه دلته مسله د حاکم او محکوم، د ازاد او غلام ده. دلته حاکمانو سیاست د تور جال په څېر جوړ کړی؛ داسې جال چې نه یوازې د ولسونو محکومیت ته دوام ورکوي، بلکې د ملیتونو فعال، متحرک او ویښ غړي هم پکښي راګیروي.)
یو بل واقعیت، چې باید د تاریخ برخه وګرځي، دا دی چې منظور پښتین ته نه یوازې د خپل وخت مسوولیتونه ور په غاړه دي، بلکې د تېرو وختونو، یا په بله اصطلاح د تېرو شویو پښتنو مشرانو، او حتا د کابل د واکمنانو هغه ناتمام مسوولیتونه هم ور پاتې دي چې باید هغه وخت ترسره شوي وای. که تېرو مسولو مشرانو پښتون قام ته سیاسي شعور په واقعي مانا ورکړی وای، نن به د منظور لاره ډېره اسانه او لنډه وای. هغه مهال به یوازې د هدف ترلاسه کول د هغه مسوولیت و. یعنې که د منزل، لارې او تګلارې ټاکنه هغوی کړې وای او ولس پرې قانع شوی وای، نو نن به هلته رسېدل یوازې د منظور دنده وه. خو اوس منظور اړ دی چې لومړی د هغوی پاتې درې واړه مسوولیتونه ترسره کړي، او وروسته خپل پيل کړي.
په هر صورت، د ډاډ خبره دا ده چې منظور پښتین دا هر څه کولی شي؛ هم د پخوانیو مسوولیتونه ترسره کولی شي او هم خپل. دا یوه لویه خبره ده، او دا د شکر ځای دی.
بلې بلې، منظور لرل، د شکر ځای دی!
یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

