د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، که د پاکستان له لوري د افغانستان پر خاوره پوځي بریدونه تکرار شي؛ نو د «اسلامي امارت» غبرګون به د پاکستان پر نظامي اهدافو متمرکز وي.
مجاهد د اریانا نیوز سره په یوه مرکه کې ویلي چې وروستیو بریدونو کې ملکي وګړي زیانمن شوي، او دا ډول کړنې د منلو وړ نه دي.
د هغه په وینا، «اسلامي امارت» هڅه کوي چې د جګړې پر مهال ملکي وګړو ته زیان ونه رسېږي او یوازې پوځي هدفونه په نښه کړي.
هغه زیاته کړې چې پخوا هم د دواړو لورو ترمنځ د تاوتریخوالي پر مهال د «اسلامي امارت» ځواکونو د پاکستاني ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي او درانه تلفات یې ور اړولي دي.
د نوموړي په وینا، یو شمېر پاکستاني سرتېري نیول شوي وو چې وروسته بېرته خوشې کړل شول.
مجاهد خبرداری ورکړی چې که د پاکستان له لوري فشارونه دوام ومومي؛ نو افغانان به بیا هم خپل غبرګون وښيي.
نوموړي دغه راز ادعا کړې چې د پاکستان د پوځ ځینې کړۍ د سرحدي بریدونو تر شا ولاړې دي او هڅه کوي د خپلو داخلي امنیتي ستونزو پړه پر افغانستان واچوي.

