د پخواني جمهوري نظام د دفاع سرپرست وزیر شاه محمود میاخیل د افغانستان پر خاورې د پاکستان وروستي هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او دا یې د نه منلو وړ عمل بللی.
نوموړي ویلي، د پاکستان وروستی هوايي برید د سختې او بېقید و شرطه غندنې وړ دی او ټینګار یې کړی چې افغانان له لسیزو راهیسې د ترهګرۍ قربانیان پاتې شوي، نه دا چې د هغې ملاتړي وي.
د هغه په وینا، سره له دې افغانان په ناحقه تورن شوي او افغانستان د نړیوالو په کچه منزوي شوی، چې د هېواد د اغېزمن سیاسي او ډیپلوماتیک حضور مخه یې نیولې ده.
میاخیل زیاته کړې، چې د افغانستان اوسنۍ سیاسي انزوا تر ډېره د واکمنو د پالیسیو پایله ده، چې هېواد یې په نړیواله کچه سیاسي او ډیپلوماتیک ډول منزوي کړی دی.
هغه پاکستان تورن کړ چې د کلونو لپاره یې دوه مخې سیاست پر مخ وړی، له یوې خوا یې په سیمه کې د توندلارو او وسلهوالو ډلو ملاتړ کړی او له بلې خوا یې ځان د ترهګرۍ ضد شریک په توګه معرفي کړی دی.
د نوموړي په وینا، نړیواله ټولنه د پاکستان له دې دوه مخې سیاست څخه ښه خبره ده او اوس اسلاماباد د همدې تګلارو پایلې ویني.
شاه محمود میاخیل ټینګار وکړ چې د افغانستان ولس باید د ناکامو سیمهییزو ستراتیژیو، افراطي اجنډاوو او روان سیاسي انزوا بیه ورنه کړي.
میاخیل ویلي:«نور بس دی، افغان ولس نور د نورو د ناکامو سیاستونو قرباني کېدل نه شي زغملی.»

