د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی او د افغانستان پر ننګرهار او پکتیکا ولایتونو د پاکستاني پوځ د وروستیو هوايي بریدونو په تړاو یې ورته رسمي احتجاجلیک سپارلی دی.
د یاد وزارت ویاند حافظ ضیاء احمد تکل ویلي، چې یاد بریدونه، چې له امله یې لسګونه ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې، د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض بلل شوی او په کلکو ټکو غندل شوي دي.
نوموړي ویلي، په لیدنه کې پاکستاني لوري ته ویل شوي چې د افغانستان د هوايي حریم نقض او پر ملکي سیمو بریدونه پاروونکي اقدامات دي او د ورته پېښو د تکرار په صورت کې به د احتمالي پایلو مسئولیت د مقابل لوري پر غاړه وي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د هېواد د هوايي حریم ساتنه د «اسلامي امارت» مسئولیت دی او له پاکستانه یې غوښتي چې د ورته بریدونو له تکرار څخه ډډه وکړي.

