د ننګرهار پخواني والي ضیاالحق امرخېل ویلي، چې پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه، چې په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې د بېګناه ماشومانو، ښځو او نورو ملکي خلکو د شهادت لامل شوي، د درد آخري حد دی.
امرخېل په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دغه کړنې نه یوازې د پاکستان پر رژیم د افغانانو کرکه زیاته کړې، بلکې د افغانانو ترمنځ يې هم یوالی پراخ کړی دی.
هغه ټینګار کړی، پاکستان چې د حماس د بې وسلې کولو تازه پروژه اخیستې، د کورنیو ستونزو، پورونو، امنیتي ناکامیو او د خلکو خدمتونو کې د ناکامۍ د پټولو لپاره دغه ډول غیرانساني کړنې ترسره کوي.
نوموړي په ټولو افغانانو غږ کړی چې د پاکستاني رژیم تېروتنې باید په واضح ډول وغندل شي او ویلي یې دي چې د افغانانو بېساري کرکه به د هر ډول تجاوز په وړاندې غچ اخیستو ته لار هواره کړي.

