د طالبانو حکومت وايي، د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند د «ګردي کڅ» په سیمه کې د تېرې شپې په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۷ ملکي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ وباند سید طیب حماد ویلي، چې وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي او په هغوی کې د ښځو په ګډون۱۲ ماشومان هم شامل دي.
ویل کېږي چې له یادې پېښې یوازې دوه کسان ژوندي پاتې شوي دي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، په وژل شویو کې دغه کسان شامل دي: محمد (۱ کلن)، باسط (۵ کلن)، مروا (۶ کلنه)، میرعلم (۸ کلن)، نورعلم (۱۰ کلن)، افتاب (۱۰ کلن)، فخرعلم (۱۲ کلن)، شمس (۱۴ کلن)، شیر (۱۵ کلن)، خدیجه (۱۵ کلنه)، نازمه (۱۶ کلنه)، فریشه (۱۷ کلنه)، شراکت (۳۰ کلن)، بيبي روضه (۳۰ کلنه)، مهمنده د نزاکت مېرمن (۴۰ کلنه) او شهابالدین (۸۰ کلن).
د معلوملتو له مخې، ۲۰ کلن ریاض الله په برید کې ټپي شوی او روغتیايي مرکز ته لېږدول شوی دی.

