د چارو ادارې پخوانی رییس فضل محمود فضلي وایي، د پاکستان پوځ د خپلو کورنیو سیاسي او امنیتي ستونزو د پټولو په موخه یو ځل بیا پر افغان خاوره بمبارۍ کړې دي.
فضلي ادعا کړې چې د «پنجاب پوځ» د اسراییل او امریکا سره د وروستیو پټو معاملو او همداراز په پاکستان کې د ژورو کړکېچونو د پټولو لپاره دغه ډول بریدونو ته مخه کړې ده.
د هغه په وینا، دغه پوځ افغان ولس که په کابل کې وي او که په پښتونخوا کې، په ښکاره ډول د دښمن په توګه یادوي.
نوموړي همداراز ویلي چې د پاکستان ملکي او پوځي مشرتابه له امریکایي چارواکو سره په عاجزانه ډول چلند کوي او آن د سولې د جایزې وړاندیزونه هم مطرح کوي؛ خو په عین وخت کې پر افغان خاوره پوځي اقدامات ترسره کوي.
فضلي خبرداری ورکړی چې پر افغانستان دا ډول بریدونه به په پایله کې خپله پاکستان له جدي بحرانونو سره مخ کړي او د ټوټې کېدو تر پولو یې ورسوي.
هغه دا هم ویلي چې پاکستان دا مهال د داسې زوال پر لور روان دی چې بېرته راګرځېدل به یې اسانه نه وي.

