د ازبېکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
سعیدوف په خپل اېکس حساب کې لیکلي چې له متقي سره یې د دوهاړخیزو اړیکو پر مهمو موضوعاتو خبرې کړې او په ځانګړي ډول یې د اقتصادي همکاریو پر پراختیا او په لومړیتوب لرونکو برخو کې د عملي همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
دواړو لوریو همداراز د ښه ګاونډیتوب د اړیکو د ټینګښت او د سیمهییز نښلون د ودې په اړه خپله ګډه ژمنتیا تازه کړې ده.

