د جاپان د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې له خپلو وګړو غوښتي چې د امنیتي وضعیت د خرابېدو او د امریکا د احتمالي بریدونو د اندېښنو له امله ژر تر ژره دغه هېواد پرېږدي.
وزارت خبرداری ورکړی چې که وضعیت نور هم ترینګلی شي، ښايي هوايي حریم او هوايي ډګرونه وتړل شي.
جاپان همداراز اعلان کړی چې د سیمهییزو ګواښونو له امله یې په ۵۴ هېوادونو کې خپلو اتباعو ته امنیتي سپارښتنې صادرې کړې دي.
د جاپان حکومت له خپلو وګړو غوښتي چې په منځني ختیځ کې امنیتي معلومات په دوامداره توګه تعقیب کړي او د امریکا پوځي تاسیساتو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي.
بل لورته استرالیا هم له خپلو وګړو غوښتي چې ژر تر ژره ایران پرېږدي.

