شنبه, فبروري 21, 2026
Homeکورپاڼهاسترالیا؛خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې ایران ته سفر مه کوئ او...

استرالیا؛خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې ایران ته سفر مه کوئ او ژر ووځئ

اسمارت تراولر ویب‌پاڼې په یوه تازه خبرداري کې ویلي چې د منځني ختیځ او ایران امنیتي وضعیت نا اټکل کېدونکی دی او د نظامي نښتې خطر موجود دی چې کېدای شي سیمه‌ییز او نړیوال سفرونه ګډوډ کړي.

د استرالیا حکومت یو ځل بیا خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې ایران ته سفر ونه کړي او که امکان ولري، له دغه هېواد څخه ژر ووځي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې تجارتي الوتنې تر اوسه روانې دي، خو د هوايي حریم د ناڅاپي بندېدو احتمال شته.

د استرالیا حکومت د ایران امنیتي وضعیت ډېر بې‌ثباته بللی او ویلي یې دي چې د دغه هېواد اتباع او دوه‌تابعیته کسان د نیول کېدو له لوړ خطر سره مخ دي.

همدارنګه په ایران کې د استرالیا سفارت فعالیتونه ځنډول شوي او قونسلي خدمات ډېر محدود شوي دي.

استوګنو کسانو ته سپارښتنه شوې چې د اوږدې مودې لپاره خوندي ځای کې پاتې شي او د اوبو، خوړو او درملو ذخیره ولري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here