د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر، مایک پمپئو فاکس نیوز سره خبرو کې ویلي چې د ایران حکومت له وجودي ګواښ سره مخ دی او د خپلې بقا لپاره هر ډول اقدام ته چمتو دی.
پمپئو ویلي چې د ایران حکومت د لوېدیځ په څېر موضوعاتو ته نه ګوري او دا مسله د سوداګریزې معاملې په توګه نه، بلکې د حکومتي بقا د موضوع په توګه ارزوي، ځکه چې دغه نظام له شاوخوا ۴۷ کلونو راهیسې دوام لري.
نوموړي ادعا کړې چې د ایران مشران د خپل نظام د ساتلو لپاره حتی د خلکو قربانۍ ته هم چمتو دي او زیاته کړې چې په وروستیو ۳۰ ورځو کې په ایران کې لسګونه زره کسان وژل شوي دي، خو د دې ادعا لپاره یې مشخص شواهد وړاندې نه کړل.
پمپئو همدارنګه ویلي چې ډونالډ ټرمپ او اسرائیلي چارواکي په دې باور دي چې دا مهال ایران په کمزوري وضعیت کې دی.
هغه د سیمې د امریکایي پوځي حضور یادونه کړې او زیاته کړې چې ښایي دا تحرکات د واشنګټن د مطلوبې پایلې سبب شي.
نوموړي په پای کې ویلي چې د ایران خلک او نړۍ مستحق دي چې د ده په وینا استبداد تاریخ ته وسپارل شي.

