د وال استریت ژورنال راپور ورکړی چې ډونالډ ټرمپ د ایران پر وړاندې د یو محدود لومړني برید د ترسره کولو امکان ارزوي، څو تهران دې ته وهڅوي چې د اټومي تړون منلو ته غاړه کېږدي.
د دې ورځپاڼې په وینا، د امریکا احتمالي پیلنی برید به د ایران څو پوځي یا دولتي مرکزونه په نښه کړي.
والاستریت ژورنال زیاته کړې چې که چیرې د ایران حکومت د ټرمپ د هغې غوښتنې عملي کولو څخه ډډه وکړي چې له مخې یې باید د یورانیمو بډاینه پای ته ورسوي؛ نو امریکا به د حکومت د تاسیساتو پر ضد پراخ پوځي کمپاین پیل کړي.

