پنجشنبه, مارچ 12, 2026
Homeکورپاڼهخیبر پښتونخوا؛بنو ولسوالۍ کې د پولیسو تمځای ته څېرمه چاودنې ۱۷ تنو...

خیبر پښتونخوا؛بنو ولسوالۍ کې د پولیسو تمځای ته څېرمه چاودنې ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د خیبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ په میریان سیمه کې د پولیسو د تمځای اصلي دروازې ته نږدې زوروره چاودنه شوې ده.

د راپورونو له مخې، چاودېدونکي توکي په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو.

د پولیسو یوه افسر رسنۍ ته ویلي چې د شګو بوجیو له امله د پولیسو ټول منسوبین خوندي پاتې شوي؛ خو د تمځای څخه بهر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځایي سرچینې وایي، په دې پېښه کې دوه کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۵ نور ټپیان دي.

نور جزییات لا نه دي خپاره شوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here