یکشنبه, فبروري 15, 2026
Homeکورپاڼهایراني رسنۍ:عباس عراقچي امریکا سره د اټومي خبرو دويم پړاو لپاره سویس...

ایراني رسنۍ:عباس عراقچي امریکا سره د اټومي خبرو دويم پړاو لپاره سویس ته ولاړ

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د يکشنبې په ماښام د يو ډيپلوماټيک پلاوي په مشرۍ د اټومي خبرو اترو د دويم پړاو او د ځينو ډيپلوماټيکو سلا مشورو لپاره د سویس مرکز ژنو ته ولاړ.

عراقچي تر دې وړاندې ويلي وو:«زموږ توغندي د خبرو اترو وړ نه دي.»

د ايران رسنيو ويلي چې له امريکا سره غير مستقيمې اټومي خبرې به د سې شنبې په ورځ د عمان په منځګړيتوب ترسره شي.

همداراز د ایران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال، مجید تخت روانچي ويلي:«د غني‌سازۍ موضوع نور مطرح نه ده او د ایران د حکومت له نظره دا موضوع نور د مذاکراتو پر مېز نه ده.»

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here