د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، چې د شیخ هبتالله اخندزاده په حکم په کابینه کې نوې ټاکنې شوې دي.
د یاد حکم له مخې، د دفاع وزارت پخوانی لومړی مرستیال ملا محمد فاضل مظلوم د ټرانسپورت او هوايي چلند د وزیر په توګه ټاکل شوی دی.
همداراز، د ټرانسپورت او هوايي چلند پخوانی وزیر ملا حمیدالله اخندزاده د دفاع وزارت د لومړي مرستیال په توګه ګومارل شوی دی.
فطرت زیاته کړې چې دا بدلونونه د رهبرۍ د حکم پر بنسټ ترسره شوي دي.

