د خېبرپښتونخوا د دېره اسماعیل خان ښار په څنډه کې په وسلهوال برید کې پنځه پولیس وژل شوي دي.
د پولیسو چارواکو ویلي، پېښه د چهارشنبې په ورځ هغه مهال رامنځته شوه چې ځواکونه له عملیاتو وروسته بېرته ستنېدل.
د رسمي معلوماتو له مخې، بریدګر په یوه ځنګلي سیمه کې پټ وو او د پولیسو پر موټرو یې ناڅاپي ډزې وکړې.
تر اوسه کومې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.

