د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې پر وارداتي توکو یې لومړی ۳۰ سلنه تعرفه لګولې وه، خو د سویس د لومړي وزیر له «قهرجن ټیلیفون» وروسته یې دا کچه ۳۹ سلنې ته لوړه کړه.
ټرمپ د فاکس نیوز تلویزوني شبکې سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د سویس د لومړي وزیر د خبرو طریقه یې خوښه نه شوه، ځکه یې پر ځای د تخفیف، تعرفه نوره هم لوړه کړه.
نوموړي همدارنګه ویلي، چې ده اته نړیوالې جګړې حل کړې دي، چې لږ تر لږه شپږ یې د اقتصادي فشارونو او تعرفو له امله پای ته رسېدلې دي.
ټرمپ د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف له قوله هم وویل، چې ده لږ تر لږه د لس میلیونه انسانانو ژوند ژغورلی دی.
د ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې هغه د خپلو اقتصادي سیاستونو په ځانګړي ډول د تعرفو پر اغېزو ټینګار کوي او ځان د نړیوالو شخړو په کمولو کې اغېزمن بولي.

