د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که له ایران سره هوکړې ته ونه رسېږي، نو امریکا به د «تېر ځل په څېر» سخت اقدام ته مجبوره شي.
ټرمپ ویلي، دا مهال د منځني ختیځ پر لور د دویمې الوتکوړونکې بېړۍ د لېږلو ارزونه روانه ده، چې د «ابراهام لینکلن» ترڅنګ به نورې جګړهییزې بېړۍ او جنګي الوتکې هم سیمې ته واستول شي.
نوموړي د یوې اسرائیلي رسنۍ Channel 12 خبریال بارک راوید سره په مرکه کې ویلي، چې ایران د «۱۲ ورځنۍ جګړې» پرتله اوس ډېر نرم دریځ خپل کړی او په روانو اړیکو کې د پام وړ بدلون راغلی دی.
هغه وویل: «دا خبرې له پخوا سره بشپړ توپیر لري، مخکې ایرانیانو باور نه درلود چې زه به پرې برید وکړم او ډېر لوی خطر یې واخیست.»
ټرمپ زیاته کړه، چې فکر نه کوي د امریکا او ایران مذاکرات به پر اسرائیلي لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو فشار راوړی وي. د هغه په خبره، نتانیاهو هم یو ښه او قوي تړون غواړي.
هغه وویل، امریکا کولای شي له ایران سره یو «عالي تړون» ته ورسېږي، خو ایران به نه اټومي وسلې ولري او نه هم توغندي.
ټرمپ ټینګار کړی چې اټومي موضوع باید حتماً د هر ډول تړون اساسي برخه وي.
ټرمپ همداراز وویل چې د جمعې په ورځ پیل شوې نوې خبرې ښيي چې ایران تر پخوا ډېر انعطاف ښيي، او امکان شته چې د مذاکراتو بل پړاو حتا له راتلونکې اوونۍ پیل شي.

