د ملګرو ملتونو د افغانستان د مرستندویه ماموریت (یوناما) تازه راپور کې ویلي، چې د طالبانو حکومت یو شمېر چارواکو سره په نوې ناسته کې یې د دوحې پروسې د مخدره موادو او خصوصي سکتور د کاري ډلو غونډه ترسره کړې.
یوناما ویلي، دا غونډه د فبرورۍ په ۳ او ۹ نېټه په کابل کې شوې او پکې د غړو هېوادونو، نړیوالو سازمانونو استازو، د طالبانو حکومت استازو او متخصصینو ګډون درلود.
راپور کې راغلي، د مخدره موادو د کاري ډلې په غونډه کې د هغو هڅو خبرې وشوې چې د طالبانو حکومت او نړیوالې ټولنې لخوا د هغو افغانانو لپاره ترسره کېږي چې عواید یې د کوکنارو کرلو او نشهیي توکو له غیرقانوني سوداګرۍ پورې تړلي وو.
په غونډه کې د نشهیي توکو د کارونې مخنیوي، درملنې او د نشهیي توکو د تولید او سوداګرۍ پر وړاندې د قانون د تطبیق هڅې هم بحث شوي.
یوناما زیاته کړې، د خصوصي سکتور کاري ډلې په غونډه کې د دندو پیدا کولو، سوداګرۍ پراختیا، د ښځو په ګډون د خصوصي سکتور کې ګډون، مالي اسانتیاوې، بانکي او مالي بنسټونه او د بازار سره د مدغم کیدو هڅې تر بحث لاندې راغلې.
راپور وایي، یادې کاري ډلې د دوحې د ځانګړو استازو د درېیمې غونډې د سپارښتنو په اساس رامنځته شوي، ترڅو د طالبانو حکومت سره د همغږې، منظمې او اغېزمنې همکارۍ لړۍ پر مخ یوسي.

