د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دوحې پروسې د خصوصي سکتور د کاري ډلې درېیمه ناسته د ملګرو ملتونو د مرستندویه مأموریت (یوناما) په کوربهتوب یې د کابل په ګرینډ هوټل کې په حضوري او انلاین بڼه ترسره کړې.
حافظ ضیاء احمد تکل په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، په دې ناسته کې د افغانستان “اسلامي امارت” د بهرنیو چارو، مالیې، صنعت او سوداګرۍ، اقتصاد، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو او د افغانستان بانک استازو ګډون کړی و.
د هغه په وینا، سربېره پر دې د یوناما، د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو، نړیوالو او سیمهییزو سازمانونو، د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو، استازو او ډیپلوماټانو هم په حضوري او انلاین ډول برخه اخیستې وه.

تکل زیاته کړې، چې ناسته په دوو برخو ویشل شوې وه؛ لومړۍ برخه د ودې او شمولیت او دویمه برخه د همغږۍ او شفافیت پر موضوعاتو متمرکزه وه.
هغه ویلي، د “اسلامي امارت” استازو د حکومت له حاکمیت وروسته خپلې لاسته راوړنې او پرمختګونه شریک کړل، او ګډونوالو هم د خصوصي سکتور د ملاتړ لپاره د دوامدارې همکارۍ ژمنتیا څرګنده کړه او پر لا ډېرې همغږۍ یې ټینګار وکړ.


