د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي علي لاریجاني، د رسمي سفر په موخه د عمان پلازمېنې مسقط ته تللی دی.
د ایران دولتي تسنیم خبري اژانس ویلي، په دې سفر کې به د سیمې او نړۍ وروستي سیاسي او امنیتي بدلونونه وڅېړل شي او دواړه لوري به د ایران او عمان ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو د پیاوړتیا پر لارو چارو بحث او سلا مشورې وکړي.

